انصار: (د لړم ۲۳ مه)، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د رژیم په کنټرول کې دی، له ازبکستان او پاکستان سره د افغانستان د ګډې تجارتي غونډې د ترسره کیدو خبر ورکړی.
سرچینه وايي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو لوړ پوړی پلاوی د دغه وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ په یاده درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی.
یاد سفارت زیاته کړې، چې له دې غونډې سربېره به دغه پلاوی له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه هم خبرې وکړي.
دا غونډه په داسې مهال کیږي، چې په وروستیو کې د طالبانو رژیم هم له پاکستان څخه په تجارتي برخه کې فاصله اخلي.
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند تېره اوونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی و او د سفر عمده موخه یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي بحث و.
پاکستان له څه مودې راهیسې بیا د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې زیاتې کړي، چې شکایتونه ترې زیات شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28451